۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالی کی امنیتی حالات

د هلمند ولايت دسنګين په ولسوالي كي كه چيري امنيتي حالت همداسي خراب وي نو په دغه سيمه كي په هيڅكله ټولټاكني وه نه شي

دغه خبري يو شميردولتي چارواكي او دسيمي ځاي اوسيدونكي كوي وايي چي په دغه سيمه كي امنيت نشته نو دوي به څنګه وكولاي شي چي خپله رايه استعمال كړي

په سنګين ولسوالي كي ددريمي پلي ليوا بريدمل عبدالقيوم وايي چي په سيمه كي ترپخوا كه څه هم امنيتي حالت ښه شوي دي دده په وينا خو كله ناكله وسلوال طالبان غلچكي بريدونه پري كوي او دوي ترښكارلاندي راولي

دسنګين ولسوالي ولسوال وايي چي د خلګو نه يي غوښتي دي ترڅو پوري په دغه سيمه كي درايي وركولو ورځي ته حاضر شي

دسنګين ولسوالي د د۲۰۵ اتل قولي اردو دلمړي پياده كنډك قوماندان جګړن زړګي وايي چي دوي دراتلونكو انتخاباتو او دولسمشري او ولايتي شوراګانودنوماندو دكمپاين لپاره به امنيتي تدابير وه نيسي

دده په وينا چي دوي اوسي مهال چمتو دي ترڅو پوري په دغه سيمه كي دراتلونكو ټولټاكنو لپاره ښه ارامه فضا جوړه كړي

جګړن زړګي وايي چي راتلونكو ټولټاكنولپاره يي پلانونه جوړكړي او تطبيق به يي كړي

كه څه هم په هلمند كي ډيري كسان راتلونكو نوو امريكايي سمندري سرتيرو ته سترګي په لاره دي او وايي چي دراتلونكو ټولټاګنو لپاره به ښه زمينه برابره كړي نوموړي له دولتي څخه غوښتنه كوي چي په سيمه كي دي ژرترژره عمليات پيل كړي

خو بل خوا د بريتانيا ددفاع وزير باب اينزوارته چي تيره ورځ هلمند ته راغلي وو نوموړي د سلام وطنداره سره په يوه ځانګړي مصاحبه كي وويل چي په افغانستان كي به پخپلو سرتيرو كي اضافه والي راولي ده دا هم وويل چي دوي هڅه كوي ترڅو راتلونكو انتخاباتو كي په هلمند او سنګين ولسوالي كي يوهد صلحي فضارامنځ ته كړي

باب اينز وارته وويل چي دوي دافغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په تقويه كولو كي دا ځل زياته مرسته كوي

موز خپل پلانونه په نيژدي كي عملي كوو ترڅوپوري په ټول هلمندكي امنيتي حالت ښه شي زموږ هدف په هلمند كي دراتلونكو انتخاباتو لپاره لاره هواره كول دي او موږ خپل سرتيري هم په نيژدي ورځو كي ديروو ترڅودرانتخاباتو لپاره ښه امنيت پلي شي او په سيمه كي به دافغان ملي اردو اوملي پوليسو سره مرسته كوواو هغو تقوينه كوو

بل خوا په هلمند كي دانتخاباتو د خپلواك كميسون ريس انجينر عبدالهادي بيا وايي چي دراتلونكوټولټاكنو لپاره يي دا مهال خپل ټيمونه د سنګين ولسوالي ته ليږلي دي دده په وينا كه چيري په سيمه كي امنيتي ساحه پراخه شي او په دغه سيمه كي امنيت راويستل شي نو دوي به په هغو سيمو كي نوم ليكنه هم شروع كړي چيري چي نوم ليكنه د نامني له امله پاته شوي وي

د هلمند ولايت دسنګين ولسوالي ځاي اوسيدونكي دناامني له امله په دغه سيمه كي په داسي حال كي د راتلونكو انتخاباتو نه شتون ستونزه بولي او پرافغان دولت پړه اچوي او وايي چي په دغه سيمه كي يي امنيت حالت ترډيره حده پوري نه دي ښه كړي

خوبل خوا كه څه هم په دغه سيمه كي امنيتي حالت خراب دي دټولټاكنو خپلواك كميسون وايي چي دنوم ليكني په پړاو كي نيژدي څه كم ۲۰۰۰۰ زره كسانو نوم ليكنه كړي او درايي وركولو كارتونه يي اخيستي دي

صفت الله زاهدي هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر